IQNA

د اوکراین بحران د امریکا د ماته خوړلوبې شرمو هڅو یو بل مثال دی

11:33 - February 26, 2022
د خبر لمبر: 3485465
د ایران داسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزیر  په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، د  اوکراین شخړې ثابته کړه چې  د زبرځواکۍ د ساتلو لپاره د امریکا  ماته خوړلې هلې ځلې  هیڅ  ځاي نه لري  او بیا شرمیدلې ده .

ایکنا د صداوسیما خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین  د فررورس په یویشتمه نیټه  دماسکو  امنیتی اندیښنو ته دلویدیځ په بې پامیو باندې په نیوکو سره وئیلي وو ،روسیه په دونباس کې  کې د دونتسک او لوهانسک  خپلواکي په رسمیت پيژني . هغه همداراز  د پنحشنبې  سهار وختي په یوې ټیلیویژني وینا کې روښانه کړه ، روسیه  په دونباس کې ځانګړي پوځي عملیات ترسره کوي ، او موخه ئې داوکراین غیر پوځي کول دي او  ددغه هیواد د ټاټوبي  دنیولو هیڅ نیّت نه لري.

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داطلاعاتو وزیر  حجةالاسلام سید اسماعیل خطیب په دې په ټينګار سره  چې په دنیا کې د خپلې زبرځواکۍ د ساتلو لپاره دامریکا سیاستونه تل له ماتې سره مخامخ شوي  دي ،ووئيل ، داوکراین  بحران دامریکا په مشرۍ د لودیځ د ماته خوړلو هلوځلو یو بل مثال دی .

 د ایران د اطلاعاتو وزیر  په دې خبرې په کولو سره چې امریکا او لویدیخوال د ناټو په چورلیزتوب سره  دنوو،اتحادیو په احیاء او جوړولو لپاره په هڅو پسې  دي،ووئيل ؛ سره له دې   ددې شاهدان یوو چې امریکا  له هغو درستو لګښتونو سره سره چې ئې کړي دي،په ذلت او بې شرمۍسره  له عراق او افغانستان او سورئې څخه وتلې ده .  هغه په دې په ټينګار سره چې  ناټ، د اوکراین دغړیتوب له منلو څخه موخه ، د روسیې او چین پوځي کلابندي وه ، ټینګار وکړ ، که ناټو  له لازم قدرته برخمنه  وائ ، نو امریکا  په افغانستان او یمن کې خپل ځان وبریښوي ، خو عملا  په لویدیځي آسیا سیمې کې د ناټودمتحدانو د کمزورتیا  شاهدان یوو .

https://www.iribnews.ir/fa/news/3371580/بح

captcha